د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین په افغانستان کې د پوځي اډې جوړولو رپورټونه رد کړل


د چین د دفاع وزارت ویاند وو چیان.
د چین د دفاع وزارت ویاند وو چیان.

چین په افغانستان کې د سرتېرو ځای پر ځای کولو یا هلته د پوځي اډې جوړولو رپورټونه رد کړي او ویلي دي چې له خپل ګاونډي سره یوازې عادي پوځي او امنیتي همکاري کوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وو چیان بېګا ناوخته وویل چې د هانګ کانګ په یوه ورځپاڼه او نورو رسنیو کې دا خبر چې چین د افغانستان په ختیځ کې په یوه اډه کې د سلګونه سرتېرو ځای پر ځای کولو پلان لري، ناسم دی.

په وروستیو کې ناتایید شویو رپورټونو د افغانستان په واخان کې ګاډي ښودلي دي چې د چینايي پوځي ګاډو ته ورته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG