د لاسرسي ځای

تازه خبر

المعلم: په ادلېب کې د پراخو عملیاتو لپاره تیاري نیسو


د شام بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم.
د شام بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم.

شامي حکومت منلې ده چې په ادلېب ولایت کې یې د یاغیانو پر ضد د پراخو عملیاتو تیاری کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د اګست پر ۳۰مه په مسکو کې له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره تر لیدو وروسته وویل، د هېواد پوځ به په ادلېب کې لوی عملیات وکړي او النصره جبهه چې له وسله والې ډلې القاعدې سره اړیکي لري، به یې ابتدايي هدف وي.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې چې د شام ملګری هېواد روسیه د روم په سمندرګي کې د لویو مشقونو پلان لري.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو او غرب په لویو عملیاتو کې ولسي وګړو ته پر ګواښونو اندېښنې ښودلې دي ځکه چې ادلېب زیاته ابادي/نفوس لري.

ادلېب د یاغیانو تر کنټرول لاندې اخري شامی ولایت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG