د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي، ایران خپلې اټومي چارې د هغو حدودو دننه ساتلې دي چې د ۲۰۱۵ز کال د نړیوالې موافقې له لارې ورباندې نافذ شوي ول.
دې ادارې د اګست پر ۳۰مه پر داسې مهال خپل دویم رپورټ خپور کړ چې په مې کې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نړیوالې موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران یې د بندیزونو بیا لګولو بهیر پیل کړ.
له اټومي موافقې سره سم، ایران نشي کولای چې اورانییم تر ټاکلې سطحې زیات غني او یا زخیره کړي.
په عین وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان-ایو له دراین ویلي دي چې د واشنګټن پر وتلو سربېره موافقه برقراره ده.
نوموړي پرون په ویانا کې د ایران لپاره د اروپايي ټولنې د تګلارې په اړه په یوه غونډه کې پر خپلو سیالانو ټینګار وکړ چې له امریکايي بندیزونو څخه د ایران د ساتلو لپاره لا نور اقدامات وکړي.