د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د افغان پوځ او هوايي ځواک پیاوړيکولو هوډ وکړ


افغان هوايي ځواکونه.
افغان هوايي ځواکونه.

د برتانیا دفاع وزیر وايي، هېواد یې هڅه کوي چې د افغانستان د هوايي او نورو ځواکونو د پوځي او مسلکي وړتیاو په لوړولو کې مرسته وکړي.

دا خبره ګېون ویلییمسن د اګست پر ۳۰مه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په ملاقات کې کړې.

د ملي امنیت شورا بېګا په یوه بیان کې وویل، په دې کتنه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو د تیاریو او توان پر موضوع بحث وشو.

بیان د محب له خولې زیاتوي چې افغان حکومت پوره هڅه کوي چې په هېواد کې روانه جګړه ختمه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG