د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب: په یمن کې د جنګي جرمونو ذمه وار نه یو


سعودي عرب په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د جګړې مشري کوي
سعودي عرب په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د جګړې مشري کوي

سعودي عرب د ملګرو ملتونو هغه رپورټ رد کړې چې وايي د یمن په خونړۍ کورنۍ جګړه کې د ریاض په ګډون ښایي ټولې خواوې د جنګي جرمونو ذمه وارې دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د اګست پر ۲۹مه په یوه بیان کې وویل چې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو په خپور رپورټ کې ناسم معلومات ورکړل شوي او له حوثي یاغیانو سره د ایران د ملاتړ خبره پکې نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو یو پینل د اګست پر ۲۸مه د یمن د جګړې په اړه په رپورټ کې وویل چې داسې شواهد لري چې د یمن په څه باندې درې نیم کلنه جګړه کې سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او د یمن حکومت ښایي د جنسي تېریو او د بېګناه خلکو د نیولو په ګډون کم عمره هلکان په جګړه کې استعمال کړي وي.

د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف له ۲۰۱۵ز کال راهیسې په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو پر ضد جنګېږي.

د یمن په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG