د افغانستان ولسمشر اشرف غني له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي مسایلو په چارو کې د چین د دولت له وزیر چینګ ګوپېنګ سره د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې.
دا ملاقات د اګست پر ۲۹مه په ارګ کې شوې.
ګوپېنګ وویل چې د چین حکومت د افغانستان له لوري طالبانو ته د مشروط اوربند ملاتړ کوي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې همکاریو ته ژمن دی.
د دې غونډې پر مهال د افغانستان ولسمشر وویل، ترهګرۍ د دواړو هېوادونو او نړۍ ګډ دښمن دی چې د مشترکې مبارزې له لارې کولای شي د ترهګرو مخه ونیسي.
د افغانستان ولسمشر تر لوی اختر یوه ورځ مخکې له طالبانو سره درې میاشتنی مشروط اوربند اعلان کړ.
د دې اوربند شرط دا دی چې هغه وخت به پلی کېږي چې طالبان یې ومني.
تر اوسه طالبانو دې اوربند ته مثبت ځواب نه دی ویلی.