عراقي چارواکي وايي، د دې هیواد په غربي برخه کې يو ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۱۶ يې ژوبل کړي.
ښار وال احمد ال محلاوي د اګست پر ۲۹مه ويلي چې بريد کوونکي د بارودو ډک موټر د انبار صوبې په قايم ښار کې په يوه چېک پوسته وروخېژاوو.
نوموړی زياتوي دغه د پوځ او حکومت پلوه ملېشې ګډه چېک پوسته وه.
په وژل شویو کې امنيتي سرتېري او ولسي وګړي شامل دي.
ويل کېږي د ځينو ژوبل کسانو حالت ښه نه دی.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې د بريد ذمه واري نه ده منلې.
قايم يو له هغو ښارونو دی چې د نومبر په مياشت کې له داعش وسله والې ډلې په وروستيو کې نيول شوي دي.