د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکيو په فاریاب کې د لسګونو وسله وال وژلو د وژلو ادعا کړې ده


افغان ځواکونه.
افغان ځواکونه.

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې، د اګست پر ۲۸مه د ملي اردو ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ پوځي عملیات ترسره کړي چې په کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بېګاه شپه مشال راډیو ته وویل، یوازې د سه شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په عملیاتو کې نږدې ۷۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي دا خبره هم تایید کړه چې په دې جګړه کې د دوی ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې د شاهین قل اردو په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو چې د قیصار، غورماچ او کوهستاناتو په ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۰ وسله وال وژل شوي او ۴۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوې استولې پیغام کې په غورماچ کې د دوی لوريته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې یوازې درې تنه ملګري یې په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG