د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په اسيايي لوبو کې دوې لوبې وګټلې


په انډونيشيا کېد ۲۰۱۸ م کال په اسيايي لوبو کې د سېشنبې پر ورځ پاکستان دوې لوبې وګټلې.

په جکارته کې د پاکستان هاکۍ لوبډلې دبنګلاديش هغې ته د صفر په مقابله کې په پينځو ګولونو ماتې ورکړه.

د هاکۍ په پول بي کې پاکستانۍ لوبډله په ۱۵ پوايټونو سره په لوموړي نمبر ده.

هم دسېشنبې پر ورځ جکارته کې د والي بال په کواټر فاينل کې پاکستانۍ لوبډلې د هند هغې ته ماتې ورکړه او سيمې فاينل ته اووته.

په اسيايي لوبو کې پاکستان تر اوسه د زېړو درې مډالونه ترلاسه کړي.

په انډونيشيا کې په روانو اسيايي لوبو کې تر دې دمه چين تر ټولو زياتې ۸۸ د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG