د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر اغیزو خبرې کړي دي.

اشرف غني د اګست پر ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې د سېشنبې پر ورځ له مایک پینس سره د سیمې لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ سربېره په افغانستان کې د سولې پر بهیر او راتلونکو پارلېماني انتخاباتو هم غږیدلی دی.

د ښاغلي غني په ټویټ کې وړاندې ویل شوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر په دې خبرو کې د افغانستان د حکومت او د دې هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ یو کال مخکې د اګست په ۲۲مه نېټه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ادارې نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پکې د افغان حکومت او ځواکونو سره د مرستو پر دوام سربیره، د هغو هیوادونو په وړاندې پر اقداماتو ټینګار شوی و چې ترهګرې ډلې په کې پناه ځایونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG