ایرانۍ میډیا وايي، د تهران او دمشق د دفاع وزیرانو په شام کې د پوځي همکارۍ زیاتولو یوه معاهده لاسلیک کړې ده.
تسنیم خبري اژانس لیکلي چې د ایرن دفاع وزیر امیر حاتمي د اګست پر ۲۷مه په دمشق کې ویلي، د دفاع او تکنینکي چارو په برخه کې معاهده ایران ته په شام کې د موجودګۍ او برخي اخېستو لپاره دوام ورکولو ته لاره برابروي.
حاتمي دمشق ته په دوه ورځني سفر تللی وو او هلته یې د شام له ولسمشر بشارالاسد سره خبرې کړې دي.
خبري اژانس زیاتوي، د شام دفاع وزیر علي عبدالله ایوب د تهران ستاینه کړې چې هغه هېواد د شام په اووه کلنې کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کړي دي.