د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان آيرلېنډ ته ماتې ورکړه


ګلبدين نايب تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړي
ګلبدين نايب تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړي

افغانستان آيرلېنډ ته د کرکټ په پنځوس اووريزه سيالۍ کې په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د اګست په ۲۷مه په بيلفاسټ کې شوې دې لوبه کې آيرلېنډ پچه يا ټاس وګاټه او افغانستان ته یې د لومړي بېټينګ کولو وويل. افغان لوبډلې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۲۷ منډې جوړې کړي. ګلبدين نايب ۶۴ او حشمت الله شهيدي ۵۴ منډې وکړي. په مقابل کې يې د آيرلېنډ ټولو لوبغاړي په نهه څلوېښتم اوور کې د ۱۹۸ منډو په کولو اوټ شول.

د دې لړۍ دوهمه لوبه د اګست په ۲۹مه او آخري لوبه يې د اګست په ۳۱مه کېږي. له دې يو ورځنيوو لوبو مخکې، افغانستان له آيرلېنډه د شل اووريزو سياليوو لړۍ هم ګټلې وه. افغانستان دوه لوبې د ځان کړې وي او يوه لوبه د باران له کبله نه وه شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG