د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې په تخار کې بمباري کړې


راپورونه وايي چې د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې د یکشنبې پر ورځ (د اګست ۲۷مه) د تاجکستان او افغانستان پولي ته نېږدې د تاوتریخوالي تر پېښېدو وروسته د افغانستان په تخار ولایت کې د درقد په ولسوالۍ کې بمباري کړې ده.

د تخار د والي ویاند خلیل اسیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، د تاجکستان پولي ته نېږدې د افغانستان په خاوره کې دا بمباري تر هغې وروسته شوې چې دوه تاجک پوله ساتونکي له طالبانو سره په نښتو کې ووژل شول.

اسیر ویلي دي اته نور وسله‎ وال طالبان په‎ دې بمبارۍ کې وژل شوي او شپږ تنه یې ټپیان دي.

تر اوسه نه ده روښانه چې بمباري روسۍ او که تاجکستانۍ الوتکې کړې ځکه چې په تاجکستان کې روسیه پوځي اډه لري او روسي سرتېري پر پوله د هغه هېواد له ځواکونو سره ګډه ګزمه هم کوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، وسله ‎والو طالبانو هم ورته نښتې او بمباري تایید کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG