د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د اپوزېشن امیدوار؟


د پاکستان د پارلېمان ودانۍ

پراګ ـ د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن ګوندونه د اګست پر۲۶مه د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند اعلانوي.

دوی د اګست د ۲۶مې په ماښام په مري کې غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د ولسمشر د انتخاب لپاره د اپوزېشن ګوندونو پر کړنلارې بحثونه وشول.

دا غونډه چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف په کور کې وشوه، پکې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو تر څنګ د پیپلز، عوامي نېشنل، پښتونخوا ملي عوامي، جماعت اسلامي او د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوندونو مشرانو ګډون کړی وو.

له غونډې وروسته د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر احسن اقبال خبري غونډې ته وویل، د حزب اختلاف د مشر شهباز شریف په مشرۍ په دې غونډه کې د اپوزیشن ټول ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره په متفقه امیدوار راوستلو سلا شول:

((په دې لړ کې د غونډې ګډونوالو په بېلا بېلو تجویزونو غور وکړ. په دغه موقع د پیپلز ګوند استازو د خپلو مشرانو په اعتماد کې د اخېستلو لپاره یوه شپه مهلت وغوښت. د نورو ګوندونو استازو شهباز شریف ته اختیار ورکړ چې له ټولو ګوندونو سره تر مشورې وروسته د اتوار په ورځ د اپوزېشن د شریک امیدوار نوم اعلان کړي. ))

احسن اقبال زیاته کړه چې په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو استازو په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو پاکستانیانو د ووټونو او بېلا بېلاو سیاسي مشرانو ته د ورپېښو امنیتي ستوزو په اړه هم اندیښنې شریکې کړې.

اړونده موضوعات:

نن د ولسمشر اصف علي زرداري د ولسمشرۍ پنځه کاله پوره شول
په پاکستان کې د نوي ولسمشر انتخاب په اړه اختلافات

په دې هکله د خالي پر ماښام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال رېډیو ته وویل، په دې غونډه کې د حکومت لخوا په خارج کې مېشتو پاکستاني وګړو ته د ووټ د حق ورکولو په فېصله هم نیوکې وشوې ځکه چې په دې کې کومه ټیکنالوجي استعمالېږي دوی په هغې اندیښنې لري.

نوموړی وايي په دې کې د درغلیو ډېر امکان دی نو پکار ده چې حکومت په دې لړ کې د ټولو سیاسي ګوندونو په مشوره اقدام وکړي.

د عثمان خان کاکړ په وینا، په دې غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې او عوامي نېشنل ګوند مشرانو ته د امنیتي ګواښونو په اړه هم اندیښنې شریکې کړل شوې. په دې هکله د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان مشال ریډیو ته وویل، د دوی د ګوند جنرل سیکتر ته ګواښونه کېږي او حکومت ورته وايي چې خپل حفاظت کوه نو بیا د ریاست څه ذمه واري ده؟ چې خپل وګړي ته تحفظ نشي ورکولی.

زاهد خان زیاته کړه چې په دې حالاتو کې اپوزیشن ګوندونو ته متحد کېدل پکار دي او که مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند ته د یو بل امیدواران قبول نه وي نو پکار ده چې په متفقه توګه له بل اتحادي ګوند نه یو امیدوار خوښ او کامیاب کړي. که داسې ونشي نو هېواد د لا نورو مشکلاتو سره مخ کیدلی شي. په پاکستان کې د ولسمشرۍ انتخابات د سېپټمبر په څلورمه نیټه تر سره کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG