د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د نوي ولسمشر انتخاب په اړه اختلافات


د پاکستان ولسمشر ممنون حسین.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین.

د پاکستانیو رسنیو د اګست پر ۲۲مه ویلي چې د هېواد اپوزیشن ګوندونه د نوي ولسمشر انتخاب په اړه اختلافات لري.

پاکستان تحریک انصاف د اوسني ولسمشر ممنون حسین د مودې له پوره کېدو سره سم، ډاکتر عارف علوي دندې ته نومولی.

په اپوزیشن کې پیپلز ګوند اعتزاز احسن د ولسمشرۍ څوکۍ انتخاب ته درولی دی.

خو د دې ګوند یوه مشر فرحت الله بابر رسنیو ته ویلي چې پر دې موضوع یې له مسلم لیګ (ن) سره اختلاف دی.

دی وايي، د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې د اپوزیشن د ټولو ګوندونو غونډه ده چې پکې به دوی هم برخه اخلي.

مسلم لیګ (ن) وايي، که یې له پیپلز ګوند سره د نوماند مسله هواره نکړای شوه نو به بیا عبدالقادر بلوڅ د ولسمشرۍ څوکۍ ته دروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG