د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ولسمشر اصف علي زرداري د ولسمشرۍ پنځه کاله پوره شول


نن د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداري د صدارت پينځه کاله پوره کيږي، زرداري به خپله څوکی نوي منتخب شوي ولسمشر ممنون حسين ته سپاري.


دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو جمهوري ولسمشر خپله ائيني موده پوره کوي.د ولسمشر وياند فرحت الله بابر رسنيو ته ويلي چې د ښاغلی زرداری په اعزاز کې د ګارډ اف انر وروسته به نوموړي لاهور ته ځي.

تیره شپه د ولسمشر په ماڼۍ کې ـــــ یوې غونډې ته په ویناکې آصف علي زرداري وویل ــــــ تراوسه چې يې کومې هم پریکړې کړي دي د قام په ګټه يي کړي. او هغه ډیر خوشاله دی چې ډیر په عزت د ولسمشرۍ چوکۍ پریږدي . هغه په ۲۰۰۸م کال کې ولسمشر منتخب شو او په دغه دوران یې د هیواد په اساسي قانون کې یو شمیر بدلونونه هم وکړ.

د اتلسم بدلون لاندې یې صوبو ته خپلواکې ورکړه چې دې سره د هرې صوبې په وسایلو د هغه ځایې د خلکو لومړی حق تسلیم کړی شو، د مالیاتي ایوارډ یا این ایف سي منظوري ورکړه، له کوم سره چې وړو صوبو خیبر پښتونخوا او بلوچستان ته په قامې ګټو کې زیاته برخه ورسیده، د صوبه سرحد نویې په خیبر پښتونخوا بدل کړ ، او داشان یو شمیر نور مهمې فیصلې یې وکړي. هغه په خپل وخت کې پنځه وارې پارلمان ته وینا وکړه.

د پاکستان د سرکاري ریډیو د یو راپور تر مخه به ممنون حسین صبا له د هیواد د دولسم اولسمشر په توګه د خپلې چوکۍ څوګند پورته کوي.
XS
SM
MD
LG