د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا د توپ مرمۍ ورېدلې دې چې پکې دوه ماشومانې وژل شوې او یوه ژوبله ده.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تېره شپه د پولې له هغې خوا څخه درې مرمۍ وتوغول شوې چې یوه یې پر یوه کور ولګېده.
د کونړ چارواکو ویلي، دا ډول بریدونه له ۲۰۱۰ز کال راهیسې روان دي چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.
د پاکستان حکومت د مرمیو د تازه حملې په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې یوازې د ځواکونو تر برید لاندې راتلو په صورت کې ځوابي ډزې کوي.