د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نن لوی اختر دی


په پاکستان کې نن لوی اختر لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:12 0:00

په پاکستان کې نن لوی اختر لمانځل کېږي

پراګ ـ په پاکستان کې د چهار شنبې پر ورځ په رسمي ډول د لوی اختر مراسم لمانځل کېږي. د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې ځايي خلکو د نورې اسلامي نړۍ د هیوادونو په شان د سه شنبې په ورځ لوی اختر کړی وو.

په اسلام اباد کې په فیصل جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا شو چې پکې چارواکو او خلکو ګډون وکړ. د مشال راډیو خبریال په خپل راپور کې وايي چې د جومات په دروازه کې سخت امنیت نیول شوی وو او خلک د امنیتي دروازې نه په تېرېدو او د تالاشۍ له ورکولو وروسته دننه تلی شول.

په پېښور، کوټه، لاهور او کراچۍ کې هم خلکو د اختر لمونځونه وکړل او وروسته یې د ابراهیمي سنت د پر ځای کولو په موخه قربانۍ وکړې.

په همدې اړه نور مطالب:

د پښتونخوا په ځینو سیمو او افغانستان کې اختر دی
نواز شریف اختر په زندان کې تېروي

د پاکستان نوي وزیراعظم عمران خان پر ولس غږ کړی چې د اختر په ورځو کې دې د غریبو او بې وزلو خلکو مرسته وکړي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د صوبې انتظامي چارواکو ته ویلي چې د پېښور ښار پشمول په نورو سیمو کې دې د څاروو د حلالولو وروستو د صفایۍ خیال وساتي.

په افغانستان، سعودي عرب او د نړۍ په نورو هیوادونو کې مسلمانانو د سه شنبې پر ورځ د لوی اختر مراسم پر ځای کړل.

په پاکستان کې د اختر پر مهال تر دې دمه د بد امنۍ له وجې د کومې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG