د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا په ځینو سیمو او افغانستان کې اختر دی


پراګ ـ افغانستان، اکثرو اسلامي هیوادونو او د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د اګست ۲۱مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او خلک د اسلامي احکامو سره سم مراسم پر ځای کوي.

د پاکستان رویت هلال کومیټۍ د اګست ۲۲مه د لوی اختر ورځ اعلان کړې خو د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د دوشنبې په ورځ خلکو اختر کړی دی چې پکې مومند او شبقدر هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، په یوه ویډیويي پیغام کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د یوه نیمکرغه اختر هیله یې کړېده.

په کابل ښار کې د شدیدو امنیتي تدابیرو له نیول کېدو سره ـ سره پر دغه ښار د راکټو حملو سربېره وسله والو وکړای شول چې د څو ساعتونو لپاره له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي.

وسله والو مخالفیونو د سې شنبې سهار شا و خوا ۹ بجې کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په ارګ کې وینا کوله، د کابل پر بېلابېلو سیمو راکټونه وتوغول.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د لومړي امنیتي حوزې اړوند په یوه مارکېټ کې د وسله والو ډله ییزه حمله د بریدوګرو په وژلو پای ته ورسېده:

((یو شمېر تروریستانو د راکټونو په توغولو سره د لومړۍ، دوهمې، نهمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند د استوګنې سیمې په نښه کړې.هغوی چې ډله ییزه حمله یې کړې وه پر وړاندې یې زموږ عملیات پای ته ورسېدل. دوه یا درې تروریستان ووژل شول، د راکټي حملو له کبله زموږ دوه پولیس برسیرن ټپیان شوي او خوشبختانه نوره مرګ ژوبله نه لري.))

د ښاغلي دانش په خبره بریدګر د عیدګاه جومات شاته د ماهي پلورولو یوه مارکېټ ته ننوتي وو او له افغان ځواکونو سره یې جګړه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر د رارسیدو له کبله په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ امنیتي مسولینو ډاډ ورکړ چې د کابل ښار امنیت تامین شوی او د دې ښار اوسېدونکي دې په ډاډه زړه د اختر مراسم ولمانځي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په کابل ښار د راکټي حملې پرمهال وویل چې افغانان سوله غواړي او دغه ډول پېښې يې د پرمختګ مخه نه شي نیولای.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د اختر په وینا کې پر کابل ښار ننیو راکټي حملو ته په اشاره وویل، افغانان د راکټ ګواښ ته نه تسلیمېږي.

د ښاغلي غني د وینا پرمهال، د هغه له ږغ سره د راکټ د لګېدو ږغ هم اروېدل کېده. د رپوټونو پر اساس، نن پر کابل ښار ۱۲ راکټونه لګېدلي دي.

د کابل پولیسو وايي چې یو راکټ ارګ ته نږدې او دوهم په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو قرارګاه ته نږدې لګېدلی دی.

د تلفاتو په اړه ضد و نقیض رپوټونه خپرېږي.

XS
SM
MD
LG