پراګ ـ د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي د دې هېواد پخوانی وزيراعظم نواز شريف،د ده لور مريم نواز او زوم رېټايرډ کېپټن صفدر به غټ اختر په جېل کې تېروي ځکه چې اسلام اباد هايي کورټ د ګل پر ورځ د دوی د خوشې کولو درخواستونه رد کړل.
دا دوهم ځل دی چې نواز شريف لوی اختر په جېل کې تېروي. له دې مخکې چې د ۱۹۹۹م کال د پوځي کودتا وروسته نوموړی ونيول شو نو هم يې دوه اخترونه په جېل کې تېرکړي وو.
ورځپاڼه ليکي ذوالفقارعلي بوټو لومړنی وزيراعظم وو چې د ۱۹۷۷م تر پوځي کودتا وروسته ونيول شو او دوه اخترونه يې په جېل کې تېر کړل.
ياده دې دې وي چې د جولای په ۶مه عدالت د اېون فيلډ په مقدمه کې نواز شريف ته د ۱۰، د ده لور مريم نواز ته د ۷ او زوم ته يې د يو کال قېد سزاګانې واورولې.
د اسلام اباد های کورټ څانګه چې په جسټس اطهر من الله او جسټس ميا ګل اورنګزيب مشتمله وه د ګل پر ورځ يې د نواز شريف او د ده د لور د سزاګانو معطلولو په اړه د درخواستونو اورېدنه وکړه.
پر دې موقع د قامي احتساب ادارې سرکاري وکيل سردار مظفر عباسي په خپلو دلايلو کې وويل، د سزاګانو ختمولو لپاره د درخواستونو تر جمع کولو وروسته د سزا ګانو معطلولو په اړه درخواستونه نشي کېدای.
تر دې مخکې عدالت د دغه اعتراض نوټس نه وو اخستی او د دفاع کونسل ته يې ويلي وو چې خپل دلايل دې وړاندې کړي خو له دې وروسته چې کله د زيارت پر ورځ سرکاري وکيل ته عدالت وويل چې په کيس کې خپل دلايل وړاندې کړي نو هغه د دې لپاره وخت وغوښت او د کيس اورېدنه د ګل ورځې پورې وځنډول شوه.
همداراز چې کله د ګل پر ورځ د نواز شريف پرضد د مقدمې اورېدنه بيا پېل شوه نو عدالت د ده وکيلانو ته وويل چې د نواز شريف او لور پر ضد يې د سزاګانو خلاف درخوستونه جمع کړل شوي د کومې چې د راتلونکې مياشتې په دويمه اونۍ کې اورېدنه هم ده نو همدغه وجه ده چې د دوی د سزاګانو د معطلولو په اړه د درخواستونو اورېدنه نشي کېدای.
https://www.mashaalradio.com/a/29404669.html
https://www.mashaalradio.com/a/29425652.html