د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ رویټرزاژآنس ته په یوې مرکه کې ویلي، پر روسیې د بندیزونو په لیرې کولو غور نه کوي خو که مسکو په یوکراین یا شام کې هغه څه وکړي چې دی یې غواړي نو بیا د بندیزونو په لیرې کولو هم غور کولای شي.
د ولسمشر ټرمپ دا مرکه د اګست پر ۲۰مه خپره شوې ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د روس ولسمشر پوتین ترې تیره میاشت په هیلسینکي کې د سرمشریزې پرمهال د بندېزونو لیرې کولو هېڅ غوښتنه نه وه کړې.
خو نوموړي زیاته کړه، د دې سرمشریزې پر مهال چې نږدې دوه ساعته وه، دواړو ولسمشرانو په کرایمیا سیمه د روسیې د قبضې او په ختیځ یوکراین کې د حالاتو خرابولو ترڅنګ، له روسه جرمني ته د قدرتي ګېسو د انتقالولو (نارډ سټریم پایپ لاین) په اړه خبرې کړي دي.