د بلوچستان په مستونګ سیمه کې په ځانمرګي برید کې شپږ امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.
په کوټه کې د اېف سي ځواک ویاند د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، پېښه د اګست پر ۱۹مه شپې مهال په ببري سیمه کې شوې.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د جولای پر ۱۳مه، د مستونګ په درینګړ سیمه کې ځانمرګی برید شوی وو چې پکې له ۱۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول.
هغه برید د بلوچستان عوامي ګوند د یوه مخکښ او د جولای ۲۵مې انتخاباتو ته د ولاړ نوابزاده سراج رییساني په ټاکنیزه غونډه کې شوی وو چې پکې نوموړی هم وژل شوی وو.
رییساني د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ وو خو تر وژنې وروسته یې د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر حلقې ټاکنې وځنډولې.