د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو له وسله والو څخه ۱۴۹ کسان خلاص کړي


افغان چارواکي وايي، حکومتي ځواکونو د اګست پر ۲۰مه هغه ۱۴۹ کسان خلاص کړي چې په کندوز ولایت کې طالبانو یرغمل کړي ول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي، ۲۱ کسان اوس هم یرغمل دي. د ده په خبره، دې کسانو د لوی اختر لپاره کابل ته سفر کاوه. افغان چارواکي وايي، وسله والو له خان اباد ولسوالۍ سره نېږدې پر سړک روان درې بسونه ودرول او په هغو کې سپاره د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول کسان یې یرغمل کړل.

رحیمي زیاتوي، په عملیاتو کې لږ تر لږه اووه طالبان وژل شوي او پاتې ۲۱ کسان یې نامعلومه ځای ته وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG