د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان بزدار د پنجاب نوی اعلا وزیر وټاکل شو


د پنجاب ایالتي اسمبلي
د پنجاب ایالتي اسمبلي

پراګ ـ د پنجاب نوي وزیراعلا عثمان بزدار د اګست په ۱۹مه، اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې په یاده صوبه کې به د درغلیو د ختمولو لپاره کار کوي.

نوموړی د تحریک انصاف ګوند غړی دی او د وزیراعلا د څوکۍ لپاره یې د اتوار پر ورځ، په اسمبلۍ کې ۱۸۶ ووټونه ترلاسه کړل. د ده په مقابله کې د مسلم لیګ ن ګوند حمزه شهباز ۱۵۹ ووټونه ترلاسه کړل.

محمود خان د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر غوره شو

جام کمال خان د بلوچستان نوی وزیراعلی منتخب شو

عثمان بزدار د پنجاب د نوي لومړي وزیر تر ټاکل کېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل:((ماته مالومه ده چې د پنجاب صوبه ډېره لویه ده او په لاره کې مو ډېر خنډونه او چیلنجونه دي خو موږ به د خپل مشر عمران خان عزم پر مخ وړو او په دغو مشکلاتو قابو مومو.))

بلخوا حمزه شهباز اسمبلۍ ته په وینا کې تور پورې کړ چې نګران حکومت د رڼو ټولټاکنو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې پارلیماني کمېشن دې جوړ کړل شي او د انتخاباتو د درغلیو پلټنې دې وشي.

د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې تحریک انصاف ګوند د مرکز ترڅنګ په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې هم په حکومت جوړولو کې بریالی شوی دی. دوی همدا رنګه په بلوچستان کې هم په حکومت جوړولو کې د بلوچستان عوامي ګوند سره اتحادیان دي.

XS
SM
MD
LG