د لاسرسي ځای

تازه خبر

جام کمال خان د بلوچستان نوی وزیراعلی منتخب شو


د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان

د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر جام کمال خان د اګست پر ۱۸مه د صوبې نوی وزيراعلی منتخب شوی دی.

د بلوچستان د نوي وزیراعلی ټاکلو لپاره د اسمبلۍ غونډه د سپيکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه.

په انتخاب کې د بلوچستان عوامي پارټۍ لخواجام کمال خان او د متحده اپوزیشن اميدوار مير يونس عزيز زهري ترمنځ مقابله وه.

جام کمال په نهه دیرش ۳۹ رايو اخیستو سره د صوبې وزيراعلی منتخب شو. د متحده اپوزشن مير يونس ۲۰رايي واخیستې.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر جام کمال ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ هم ترلاسه وو کومو چې د ګست پر ۱۶مه سپیکر او د هغه مرستیال هم په ګډه ټاکلي وو.

د یادو ګوندونو له خوا د سپیکر پر چوکۍ پخوانی وزیراعلی عبدالقدوس بزنجو او د تحریک انصاف غړی سردار بابر موساخېل منتخب کړل شو.

د بلوچستان عوامي پارټۍ په حکومتي اتحاد کې تحریک انصاف ، عوامي نشنل کوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند شامل دي.

په بلوچستان کې متحده مجلس عمل ، بلوچستان نشنل پارټۍ مېنګل ډله او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په اپوزېشن کې دي.

XS
SM
MD
LG