د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ او پوتین د ملاقات لپاره تیاریانې روانې دي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روس ولسمشر ولادمیر پوتین.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روس ولسمشر ولادمیر پوتین.

د روس د ولسمشر دفتر کریملین وايي، د روسي چارواکي او د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ترمنځ د راتلونکي اوونۍ د ملاقات لپاره تیاریانې روانې دي.

د کریملین ویاند دمیتري پشکوف د اګست پر ۱۵مه خبریالانو ته وویل چې په جنیوا کې د بولټن او او د روسي سفیر ترمنځ رابطې پلان شوي دي او تیارۍ روانې دي. خو نور وضاحت یې ور نه کړ.

د پشکوف څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راغلي چې مخکې سپينې ماڼۍ ویلي وو بولټن به له خپل روسي سیالۍ سره په جنیوا کې ګوري چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ترمنځ د جولای د میاشتې شوې سرمشریزې وروسته به په وروستي پړاو خبرې وکړي.

سپنې ماڼۍ ویلي په ملاقات کې به په مهمو امنیتي موضوګانو خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG