د لاسرسي ځای

تازه خبر

بکتربند ګاډي کې د نواز شریف عدالت ته وروړل له قانوني پلوه څنګه کار دی؟


شهباز شریف وايي، نواز شریف باید په زغروال ګاډي کې نه وای بیول شوی
شهباز شریف وايي، نواز شریف باید په زغروال ګاډي کې نه وای بیول شوی

پراګ - د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر میا شهباز شریف ویلي دي چې په څه ډول پخوانی وزیراعظم نواز شریف عدالت ته وروستل کېږي، هغه سلوک له ترهګرو سره هم نه کېږي.

نوموړي د اګست پر ۱۵مه، د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د نواز شریف پر ضد د درغلۍ د دوو مقدمو تر اورېدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې ورور یې درې ځلې د هېواد وزیراعظم پاتې شوی او په زغروال ګاډي کې له اډیالې زندانه عدالت ته د هغه وروړل ناسم عمل دی.

د احتساب عدالت قاضي ارشد ملک د نواز شریف پر ضد د درغلۍ د دوو مقدمو په اورېدنه کې د نوموړي او د مخالفو وکیلانو دریځ واورېد او مقدمه یې د اګست تر ۲۰مې وځنډوله.

نو ایا پخوانی وزیراعظم د خاص پروټوکول یا سلوک حقدار وي او که څنګه؟ په پاکستان کې د قانوني چارو پوهان وايي، د هېواد ایین تاکید کوي چې هر کس د پوره انساني احترام حق لري نو ځکه قانون، عدالت ته د حاضرولو پر وخت له ټولو وګړو سره دروند سلوک امر کوي.

د دې بالکل اجازت نشته چې د زندانیانو په ګاډو کې دې یو کس داسې عدالت ته یوړل شي لکه څوک چې چرګان په ګاډي کې اچوي او د حلالولو لپاره یې وړي.
پخوانی قاضي وجیه الدین

په کوټه کې د قانوني چارو پوه علي احمد کرد وايي، په زغروال ګاډي کې د نواز شریف عدالت ته وروستل د هغه سپکاوی دی:

((زموږ ایین دا وايي چې یو کس کله د تور په نتیجه کې عدالت ته حاضرېږي نو تر هغو به بېګناه وي چې پر ضد یې ثبوت نه وي او عدالت بالاخره مجرم نه وي بللی. اوس خو میا [نواز شریف] صاحب د یوه الزام په نتیجه کې عدالت ته ورځي. لا مجرم نه دی، لا قصورواره نه دی. په دې صورت کې د واړه او لوی عدالت دا قانوني فرض دی چې هر کس ته درناوی وکړي. نو [نواز شریف] ته سپکاوی کېږي او د دې تر شا پیغام دی او هغه دا چې نوموړی په اعصابي توګه مات یا کمزوری شي. زه خپله وکیل یم، په ما ډېرې مقدمې وې. په ما د غدارۍ مقدمه هم وه. زه به عدالت ته په پوره عزت او احترام حاضرېدم. نو چې زموږ قانون هر کس ته د درناوي خبره کوي نو زما په خیال، دا [سلوک] له میا [نواز شریف] سره زیاتی دی.))

شهباز شریف وايي، له ورور سره یې داسې چلند کېږي چې څوک یې له ترهګرو سره هم نه کوي
شهباز شریف وايي، له ورور سره یې داسې چلند کېږي چې څوک یې له ترهګرو سره هم نه کوي

د پاکستان د سپریم کورټ پخوانی قاضي وجیه الدین احمد وايي، د هېواد له ایین سره سم، که یو کس وزیراعظم پاتې شوی وي او که عام وګړی، ټول مساوي حقونه لري.

نواز شریف ته سپکاوی کېږي او د دې تر شا پیغام دی او هغه دا چې نوموړی په اعصابي توګه مات یا کمزوری شي.
علي احمد کرد

خو ده مشال راډیو ته وویل، که د پاکستان ملکي، منتخب حکومتونو د ولس حقونو ته پام کړی وای، هغوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړې وای او له هر وګړي سره له قانون سره سم چلند کېدای نو اوس به له نواز شریف سره هم هسې سلوک شوی وو:

((د دې بالکل اجازت نشته چې د زندانیانو په ګاډو کې دې یو کس داسې عدالت ته یوړل شي لکه څوک چې چرګان په ګاډي کې اچوي او د حلالولو لپاره یې وړي. خو د دې [سلوک] څوک ذمه وار دي؟ هغه خلک یې ذمه وار دي چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې پر دې هېواد واکمن دي او تر ټولو زیات یې هغه کسان ذمه وار دي چې له تېرو ۱۵، ۲۰ کلونو راهیسې واکمن دي. دا بدبختي ده چې ته په حکومت کې وې او د عام وګړي خراب حالت ته دې هېڅ پام ونکړ. [له قانون سره سم] د وګړو ارام او احترام ډېر ضروري دی خو چې تا [په خپله واکمنۍ] کې نورو ته دا سهولت ورنکړ نو بیا خو به عدالت یوه ورځ تر تا دررسېږي کنه؟))

حکومتي چارواکي وايي، د نواز شریف د امنیت لپاره هغه په زغروال ګاډي کې عدالت ته بیايي.

تېره اوونۍ د احتساب عدالت یوه سرکاري وکیل مظفر سید عدالت ته ویلي ول چې د امنیتي وجوهاتو له کبله نواز شریف نشي حاضرولای خو قاضي ارشد ملک ورته امر وکړ چې نوموړی دې هرومرو عدالت ته وروړي.

نو ځکه د اګست پر ۱۳مه، انتظامي چارواکو نواز شریف په بکتر بند ګاډي کې عدالت ته وروستی وو.

XS
SM
MD
LG