د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف د دوو نورو احتساب عدالت ته وړاندې کېږي


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.

د اسلام اباد احتساب عدالت د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ته امر کړی دی چې د اګست پر ۱۳مه دې د درغلۍ په اړه د دوو نورو مقدمو اورېدنې ته حاضر شي.

د عدالت تر امر وروسته د مسلم لیګ (ن) یوه مشر صدیق الفاروق تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، شریف ویلي دي چې په ټولو مقدمو کې د ځان دفاع ته تیار دی.

هلته د نواز شریف وکیلانو پرون له عدالته غوښتنه وکړه چې په اسلام اباد هایکورټ کې یې د نوموړي د سزا د ځنډولو او ورته د ضمانت ورکولو درخواست کړی دی نو ځکه دې د نورو مقدمو اورېدنه ودروي.

خو قاضي محمد ارشد ملک هغوی ته امر وکړ چې شریف دې راتلونکې اورېدنې ته حاضر کړي.

د جولای پر شپږمه احتساب عدالت په لندن کې د کورونو اخیستو یوې قضیې په فیصله کې پخواني وزیراعظم ته د ۱۰ کلونو بند سزا واوروله.

نواز شریف دا مهال د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG