د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف او کورنۍ یې په دوو نورو کېسونو کې اورېدونه وشوه


د نواز شریف لور مریم نواز خبري غونډې ته وینا کوي
د نواز شریف لور مریم نواز خبري غونډې ته وینا کوي

د اسلام اباد احتساب عدالت نن د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف او د هغه د کورنۍ پرضد د دوو مقدمو اورېدنه وکړه.

نوازشريف چې دا وخت په اډياله زندان کې دی په زغروال ګاډي کې عدالت ته حاضر کړل شو.

جج ارشد ملک د العزيزيه او فليګ شپ نومې مقدمې واورېدلې او حکم يې ورکړ چې په راتلونکې اورېدنه کې دې د دغو مقدمو تحقيقاتي افسر حاضر شي.

عدالت د اګست تر ۱۵ مې اورېدنه وځنډوله او نوازشريف بيرته اډیاله زندان ته يووړل شو.

نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر ته یې د جولای په شپږمه نېټه د احتساب عدالت د ايون فيلډ په مقدمه کې د بند سزاګانې اورولې وي او دوی درې واړه دا وخت په جيل کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG