د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند به په ۲۰۲۲ کال خپل یو کس فضا ته لېږي


د هند وزیر اعظم نریند مودي.
د هند وزیر اعظم نریند مودي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي ویلي چې هېواد به یې تر ۲۰۲۲م کاله خپل یو نر یا ښځه د هند له ملي بېرغ سره خلا ته ولېږي.

نریندر مودي دا اعلان د اګست پر ۱۵مه په نوي ډلي کې د هند د خپلواکۍ په ورځ په وینا کې کړی دی.

نوموړي ویلي هند به تر روس، امریکا او چین وروسته څلورم هېواد وي چې خپل کسان خلا ته ولېږي.

هند له چین سره د سیالۍ زیاتولو په موخه، په تېرو لسو کالو کې پر خپل خلايي پروګرام ډېرې پیسې لګولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG