د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټلي کې د پله نړېدو نېږدې ۳۰ تنه وژلي


د اټلي او فرانس ترمنځ پر لویه لاره د یوه پله له چپه کېدو نېږدې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دا پل د یوه ناڅاپي تیز توفان له کبله نړېدلی او پرې روان موټرونه ۴۵ میټره لاندې لوېدلي دي.

د اټلي مرستیال وزیراعظم د سه شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي او لوی شمېر نور ټپيان شوي دي ځکه چې د دې پله یوه لویه برخه د سه شنبې په ورځ پر یو صنعتي مرکز ورلوېدلې ده.

د اټلي ولس ساتنې ادارې ویلي چې د پله شاوخوا اتیا میتره برخه نړېدلې ده چې له امله یې له ۳۰ تر ۳۵ موټرونه او درې لویې لارۍ لوېدلې دي.

داور وژونکې ادارې په وینا دوه تنه له لوېدلو ګاډو ژوندي را اېستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG