پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ د مرستيال سپيکر لپاره قاسم سوری نومولی دی.
دا اعلان نن دوشنبه ددې ګوند وياند فواد چوهدري د خبري غونډې پر په اسلام ابا کې مهال وکړ.
قاسم سوري د کوټې له ۲۶۵ مې حلقې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه.
نوموړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته ماتې ورکړې وه.
خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون د ۱۱ ګوندونو اتحاد د جولايي ۲۵ انتخابات ردوي او تور پورې کوي چې په ټاکنو کې د تحريک انصاف په حق کې داندلي شوې وه.
انتخاباتي کميشن دا تور ردوي.
تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ د سپيکر لپاره خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانۍ سپيکر اسد قیصر نومولی دی.
د يوولس ګوندونو د اتحاد له خوا د سپيکر لپاره د پيپلز پارټۍ خورشيد شاه او د مرستيال سپيکر لپاره د متحده مجلس عمل د مشر مولانا فضل الرحمن زوی اسد محمود کانديدان دي.
د سپيکر او ډپټی سپيکر لپاره ټاکنې د اګست پر ۱۵ مه کېږي