د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې بېګا ماښام یوې بمي چاودنېکي یو کس وژل شوی او د دووعسکرو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د چمن پولیسو په وینا چاودنه د اتوار ماښام پر مال سړک د پولیسو یوه دفتر ته نېږدې هله په ریمورټ کنټرول وشوه چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی تېرېدلو.
د پولیسو په وینا چاودنه په یوه موټرسایکل کې له پټ کړل شویو باروتو شوې ده. وژل شوی دکوټي اوسیدونکي کامران دسخت ټپی کیدو ورسته خپله ژوند هم دلاسه ورکړي -
په چاودنه کې د سرحدي عسکرو د یوه موټر ترڅنګ تر درځن زیاتو نورو موټرانو او موټرسایکلانو ته زیان اوښتی دی.