د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ مستقیمې خبرې شوې دي: سرچینه


سرچینی ویلي دي چې له امریکايي چارواکو سره خبرې په قطر کې شوې دي
سرچینی ویلي دي چې له امریکايي چارواکو سره خبرې په قطر کې شوې دي

پراګ - افغان طالبانو ویلي دي چې له امریکايي چارواکو سره یې مستقیمې خبرې کړې دي.

د طالبانو باوري سرچینې د جولای پر ۲۸مه مشال راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې سره یې خبرې کړې دي.

د سرچینې په پیغام کې راغلي: “د امریکا د خارجه چارو وزارت له مرستیالې الېس وېلز او ورسره ټیم سره تېره دوشنبه (د جولای ۲۳مه) په قطر کې خبرې شوې دي.”

په دې پیغام کې وړاندې راغلي: “البته بحث ډېر ابتدايي وو او پر دې خبره بحث شوی چې راتلونکو تماسونو او ناستو ته زمینه برابره شي.”

دې سرچینې په پیغام کې زیاته کړې چې خبرې په مثبته او ګټوره فضا کې شوې دي.

طالبانو رسماً د دې ډول تماسونو تصدیق نه دی کړی خو سرچینې ویلي دي چې د قطر په خبرو کې د طالبانو سیاسي مشاور شېر محمد عباس د هغوی د پلاوي مشري کوله.

د جولای پر ۲۵مه امریکايي ورځپاڼې والسټریټ ژورنال د طالبانو ځېنو سرچینو په حواله ورته خبره کړې وه.

د جولای پر ۱۵مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي ول چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو امکان دی.

خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قومندان جنرال جان نېکلسن د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپورټ رد کړی وو.

د جولای پر ۲۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې سټېفني ار نیومن نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته له طالبانو سره د ناستې د پوښتنې ځواب نه دی ورکړی خو د وزارت د ډېپلوماټانو او طالبانو ترمنځ یې د خبرو کېدل رد کړي هم نه دي.

دې ویاندې ورځپاڼې ته ویلي دي: ((د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه به هر ډول خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.))

اړوند مطالب:

مایک پامپیو: امریکا به افغانستان د سولې په هڅو کې یوازې پرې نه‌ږدي

'ډېر ژر به له طالبانو سره د روغې جوړې بهیر پرمخ ولاړ شي'

افغان حکومت په قطر کې د دې ناستې په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی خو د سولې عالي شورا یې هرکلی کړی دی.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک د جولای د ۲۸مې پر شپه مشال راډیو ته وویل، دا ډول رابطې او خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي مذاکراتو ته ګټه رسوي او دا چې کابل او واشنګټن په همغږۍ پرمخ ځي.

په کابل پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد نصر الله ستانکزی هم دې ډول رابطو ته خوشبینه دی خو وايي، واشنګټن باید په افغانستان کې د سولې مسلې ته په ستراتیژیک ډول نظر وکړي.

XS
SM
MD
LG