د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي له کابله د بلخ پر لور روان شول


د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي.
د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي.

په افغانستان د دې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د جګړې پرضد د کرکې څرګندولو لپاره د حرکت ۲۵ غړي لڅې پښې ​ روان شوي دي.

بسم الله وطندوست زياته کړه، موږ غواړو چې خلک را ولاړ شي او ټول د جګړې پرضد ږغ پورته کړي.

نوموړي وايي، دا جګړه موږ ټول له منځه وړي.

د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي به تر بلخه د خپل سفر په ترځ کې ځای پر ځای له خلکو سره د خبرو لپاره تم کېږي.

XS
SM
MD
LG