د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن: د ښوونځي پر بس بمبارۍ لسګونه ماشومان وژلي دي


په یمن کې د سعودي عرب په بمبارۍ.
په یمن کې د سعودي عرب په بمبارۍ.

د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي دي چې د یمن په شمال کې د سعودي په مشرۍ د نړیوال اېتلاف په بمبارۍ کې شاوخوا ۶۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دې ادارې د اګست پر نهمه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې روغتون ته یې د ۲۹ ماشومانو مړي او ۳۰ ژوبل ماشومان وروړل شوي دي چې د ټولو عمرونه له ۱۵ کلونو څخه کم دي.

دا اداره وايي چې روغتون ته ۱۲ نور ژوبل کسان هم وروړل شوي.

دا ماشومان د صعده ولایت په ضحیان سیمه کې په یوه بس کې سپاره ول چې له بازار سره نېږدې د برید ښکار شول.

د شیعه حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت وايي، په بمبارۍ کې ټول ۴۳ کسان وژل شوي او ۶۱ ژوبل دي.

خو عرب پلوی اېتلاف دا یو روا پوځي ګام بولي او وايي په بمبارۍ کې یې هغه حوثیان په نښه کړي چې تر دې یوه ورځ مخکې یې پر سعودي ښار د توغندي برید کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG