د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: په ټاکنو کې دې د ټګۍ پلټنې وشي


د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف ویلي دي چې د اپوزیشن سیاستوالان به په قامي اسمبلۍ کې د جولای د ۲۵مې په ټاکنو کې د پلټنو غوښتنه کوي.

دا خبره نوموړي پرون ماښام په اسلام اباد کې خبریالانو ته وکړه:

((قامي اسمبلي داسې یو فورم دی چې پکې به موږ د ۲۰۱۸ز کال د انتخاباتو په حواله [ګوندونو او سیاستوالانو] ته مبارکي نه ورکوو بلکې تر سوګند کولو وروسته به لومړۍ غوښتنه دا کوو چې په انتخاباتو کې دې د ټګۍ پلټنې وشي.))

شهباز شریف زیاته کړه چې ګوند به یې د انتخاباتي نتیجو ضد احتجاجونو ته هم دوام ورکوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه ناسم بولي او وايي، هر ګوند یا سیاستوال چې شکایت لري هغه دې انتخاباتي جرګګۍ ته ورشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG