د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر: په هیواد کې مو اداري درغلي کنټرول کړې ده


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي دي چې په هېواد کې یې اداري فساد کنټرول کړی دی.

نوموړي د اګست په نهمه په کابل کې د ملي تدارکاتو ادارې غونډې ته په وینا کې وویل، شفافیت یوه ملي اړتیا ده.

ده وویل، د څو کسانو په خاطر باید ټول ولس د فساد قرباني نشي.

غني زیاته کړه چې پخوا به قراردادونه او ټېکې د کار نه بلکې د پیسو لپاره ورکول کېدې خو ده دا سلسله بنده کړه.

غونډې ته په وینا کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د تدارکاتو ادارې په تېرو څو کلونو کې ۵۰ اربه افغانۍ سپمولې دي.

دا اداره ولسمشر اشرف غني تر واکمنېدو وروسته جوړه کړه چې موخه یې په ټېکو کې له شفافیت سره د اداري فساد مخنیوی کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG