د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د امريکې مرستيال سفير سره ملاقات کړی


عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف مطبوعاتي څانګه وايي د اګست په اتمه په اسلام اباد کې د امريکې سرپرست سفير، جان هوور په بني ګالا کې د ممکنه وزيراعظم، عمران خان سره ملاقات او په همدغه ورځ ورته د ايران ولسمشر حسن روحاني ټيليفون کړی دی.

تحريک انصاف پر خپل ويب سايټ ليکلي چې عمران خان جان هوور سره دتجارتي اړيکو زياتولو تر څنګ د افغانستان پر امنيت خبرې کړې دي. د ويب سایټ ترمخه بلخوا ايراني ولسمشر حسن روحاني، عمران خان ته تر وزيراعظم کېدو وروسته تهران ته د ورتګ بلنه ورکړې ده چې نوموړي منلې ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG