د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني کاپیسا کې د برېښنا درې پروژې پرانیستې


افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کاپیسا ولایت په ګلبهار او کوهستان ولسوالیو کې د برښنا درې پروژې، د اګست په اتمه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستې او ګټې اخیستنې ته‌یې وسپارلې.

د افغانستان د برښنا شرکت لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په دې پروژو کې له پُشتې سُرخ تر ګلبهار پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ برښنا مزي غځول، ګلبهار کې د ۲۲۰ کېلو ولټ سب سټېشن او له هغه څخه تر تپې احمد بېک پورې د ۱۱۰ کېلو ولټ لېږدونکي مزي شامل دي.

د دغو پروژو مجموعي لګښت شاوخوا څه کم ۶۶ میلیونه امریکايي ډالره کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو د اردو د انجنیري ټیم په مالي مرسته پلې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG