د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مقدونیا پولیسو اووه مشکوک کسان نیولي


په مقدونیا کې د پولیسو عملیاتو کې اووه کسان نیول شوي.
په مقدونیا کې د پولیسو عملیاتو کې اووه کسان نیول شوي.

د مقدونیا پولیس وايي چې اووه مشکوک کسان یې په دې تور نیولي دي چې په عراق او شام کې له جنګېدونکو وسله والو سره ملګري وو.

دغه مشکوک کسان چې ټول د مقدونیا شهریت لري، عمرونه یې د ۲۳ او ۴۱ ترمنځ دي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان د اګست پر اوومه شپې مهال د نړیوالو وارنټونو په اساس ونیول شول.

وزارت ویلي چې دوی به په یو بهرني پوځ کې د شرکت کولو په سر تورنېږي.

ایسوشي ایټډ پریس خبر ورکړې چې دغه مشکوک کسان د ۶۰۰ هغو بهرنیو جنګیالو څخه دي چې تېر کال په شام کې د امریکا ملاتړ لرونکیو شامي جمهوري ځواکونو د جنګ پر مهال نیولي وو.

که چیری پر دوی تور ثابت شي نو دغو کسانو ته د لسو کالو د بند سزا اورول کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG