د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ورو ورو احتجاج تېزول غواړي. میا افتخار


ميا افتخار حسين
ميا افتخار حسين

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسين ويلي چې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو د نتيجو پرضد د احتجاج کولو په اړه په جوړ شوي اتحاد کې د شاملو ګوندونو ترمنځ په طريقه کار کې اختلاف وو.

نوموړي په دوشنبه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې اې اېن پي، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او متحده مجلس عمل نظر درلود چې د انتخاباتي پايلو پرضد دې په سمدستي احتجاج پيل شي خو مسلم ليګ نواز او پيپلز پارتۍ بيا نظر درلود چې بايد ورو ورو په احتجاج کې تېزي راوستل شي.

ميا افتخار حسين زياته کړه چې پيپلز پارتۍ او مسلم ليګ نواز ډله د وزيراعظمۍ، سپيکر او ډپټي سپیکر د ټاکلو لپاره لږ څه له احتیاطه کار اخلي او که د دواړه ګوندونه لږ څه فعاله شي نو د ګوندونو اتحاد کولای شي خپل کسان پر يادو څوکيو کاميابه کړي.

تفصيلي مرکه لاندې اورېدلئ شئ

مسلم لیګ او پیپلز پارټۍ ورو ورو احتجاج تېزول غواړي. میا افتخار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه وويل چې تر انتخاباتو وروسته پر نتيجو اعتراض لرونکي ګوندونه راغونډ شول خو پر دې مهال متحده قامي موومېنټ پاکستان او بلوچستان نېشنل پارټۍ ته زياته توجه ور نه کړل شوه ګنې دغه دواړه ګوندونه تيار ول چې په اتحاد کې شامل شي.

په مرکه له ميا افتخار حسين څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د اګست پر ۱۲ مه نېټه په سوابۍ (صوابۍ) کې په اعلان شوې جلسه کې د عوامي نېشنل ګوند د ګډون په اړه هم پوښتنه وشوه.

د دې په ځواب کې نوموړي وويل چې د دوی ګوند هم په دغه ورځ خپله هم د بابړې د پېښې په اړه جلسه اعلان کړې ده.

دا شان د ګوند د مشر اسفنديار ولي خان د زوی ايمل ولي خان له خوا په ځينو مرکو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نعرو په اړه د کړي تنقيد او بيا پخپله تر انتخاباتو وروسته د هم هغو نعرو وهلو په حقله هم له ميا افتخار حسين پوښتنه وشوه.

اړوند راپورونه

د مسلم لېګ (ن) سزا شوي مشران

محسن داوړ: قبایلي سیمو انتظام دې ولسي انتظامیې ته وسپارل شي

کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مظاهره

اختر مينګل: د ټاکنو نتیجه نه منو

نوی پاکستانی حکومت به اربونه ډالره پور اخلي

XS
SM
MD
LG