د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ناټو درې غړي وژل شوي


کابل ـ د امريکا پوځ د اګست په پنځمه، په يوه بيان کې ويلي چې په افغانستان کې، د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت درې غړي په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي.

په بيان کې ويل شوي چې وژل شوي کسان له افغان ځواکونو سره د ګزمې پر مهال په ځانمرګې حمله کې په نښه شول.

د پروان د والي وياندې واحدې شهکار ويلي چې بريد د خالازۍ په سيمه کې شوی دی. د پېښې تحقيقات پيل شوي چې ذمه واري يې طالبانو منلې ده.

که څه هم ناټو په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان لپاره خپل جنګي ماموريت پای ته ورسولو خو په زرګونو عسکر يې اوس هم د افغان ځواکونو مرسته او روزنه کوي او ترهګرۍ ضد عملياتو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG