د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت پر ماشومانو د تېري ملزم ته ۱۲ وارې د مرګ سزا واورله


عمران علي د پولیسو په ولقه کې
عمران علي د پولیسو په ولقه کې

پراګ - د پاکستان ترهګرۍ ضد عدالت، پر درو ماشومانو تر جنسي تېري وروسته د هغوی د وژلو په تور سزا شوي کس عمران علي ته ۱۲ وارې د پانسۍ سزا اورولې ده.

نوموړي ته وار له مخه عدالت د زېنب انصاري په پېښه کې د اعدام سزا اورولې. علي دا مهال د پنجاب کوټ لکپت زندان کې بند دی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په لاهور کې د ترهګرۍ ضد عدالت جج سجاد احمد د اګست پر څلورمه، په زندان کې د مقدمې اورېدنه وکړه او عمران علي يې ګرم وباله چې پر درو نورو ماشومانو نجونو يې جنسي تېری کړی او وروسته يې هغوی وژلې وې.

عدالت نوموړي ته ۱۲ وارې د پانسۍ سزا واوروله.

له دې علاوه، پر عمران علي تور دی چې پر ځېنو نورو نجونو يې هم تېری کړی او عدالت به په دې اړه هم خپله فيصله اوروي.

پولیسو نوموړی په قصور ښار کې د شپږ کلنې نجلۍ زینب انصاري د مړي تر موندلو پس نیولی وو.

وروسته معلومه شوه چې پر ماشومې جنسي تېری شوی وو.

په کراچۍ ښار کې یو شمېر خلک د زینب د قتل خلاف مظاهره کوي
په کراچۍ ښار کې یو شمېر خلک د زینب د قتل خلاف مظاهره کوي

د دې پېښې په غبرګون، د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه او مظاهرې هم وشوې.

عمران علي د پلټنو پر مهال پولیسو ته اعتراف کړی وو چې پر زېنب یې جنسي تېری کړی او وروسته یې هغه وژلې ده.

علي ته تر دې مخکې په فبرورۍ کې د لاهور یوه عدالت هم څلور ځلې د مرګ سزا اورولې وه.

زینب انصاري د پنجاب په قصور ښار کې د ۲۰۱۸ز د جنورۍ پر څلورمه ورکه شوه او د همدې مياشتې پر نهمه يې مړی پر يوه ډېران وموندل شو.

اړوند مطالب:

'له پاکستانیو سیاستوالو د خوندي ''ماشومتوب غوښتنه'' کوو'

پاکستان کې د ماشومانو ځورونه جدي ستونزه ګرځېدلې

سپریم کورټ په جنورۍ کې د زینب د وژنې نوټس اخیستی وو او قانون پلي کوونکو ادارو او عدالت ته یې د دې پېښې د پلټنو او ژر فیصلې امر کړی وو.

پولیسو د نوموړې د وژنې او پر هغې د تېري په تور د ۱۱۵۰ کسانو د وینې نمونې اخیستې وې.

پولیسو په جنورۍ کې ویلي ول چې د عمران علي د ډي اېن اې نښې یې د مړي له ځای سره موندلې وې.

د زینب کورنۍ په فبرورۍ کې علي ته د مرګ تر سزا اورولو وروسته د اطمینان څرګندونه کړې وه خو په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې د مرګ پر سزا انتقاد کوي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل هم په بیا بیا پر پاکستان غږ کړی دی چې خلکو ته دې د مرګ سزا نه اوروي خو د پاکستان حکومت دریځ لري چې د جرمونو مخنیوي لپاره دا سزا اړینه ده.

XS
SM
MD
LG