د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له پاکستانیو سیاستوالو د خوندي ''ماشومتوب غوښتنه'' کوو'


زینب د پنجاب په بهاولپور کې د جنسي تېري ښکارولو پس وژل شوې وه.
زینب د پنجاب په بهاولپور کې د جنسي تېري ښکارولو پس وژل شوې وه.

په پاکستان کې د خوندي ماشومتوب په نامه یوې ډلې (محفوظ بچپن) له سیاسي ګوندونو غوښتنه کړی چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې دې سیاسي ګوندونه په خپلو منشورونو کې دې ماشومتوب خوندي کولو ته ځای ورکړي.

دا ډله چې اسلام اباد کې ده، په رضاکارانه توګه د ملک په بېلا بېلو برخو کې په ماشومانو د جنسي تېرو مخنیوي په اړه په سکولونو، کالجونو او په پوهنتونو کې د زده کونکیو، د میندو پلرونو او د ماشومانو پوهاوی کوي.

د محفوظ بچپن مشره بشرا اقبال حسېن وایي چې د زینب پشمول یوشمېر د جنسي تېریو کېسونه مخې ته تر راتلو پس یې دا اراده وکړه چې نه یواځې ولس بلکې حکومت او سیاسي مشرتابه د ماشومانو له جنسي تېریو او ځورونو څخه د خونديکولو لپاره کار وکړي.

د اغلې اقبال په وینا چې د ولس د پوهاوي لپاره دوی د د خوندي ماشومتوب کېمپېن د لارې د ماشومانو د تحفظ په اړه خبرې کوي چې دوي څنګه محفوظه ساتل کیداې شي او ماشومان به څنګه اعتماد کې اخلي.

''یو ماشوم سکول، مدرسه، جماعت او چرته چې ټیوشن له ځي او چې په کوم بس او په کومه لاره ځي راځي چې دا څومره خوندي دي او دې سره سره موږ د مسلو په هواري خبرې کوو چې د ماشومانو توانایي کارولو لپاره د لوبو مېدانونه دې محفوظه جوړه کړې شي ولې چې هلته نه ماشومان په یو ځایې کار کول زده کوي او د یو بل برداشت کول زده کوي.''

بشرا اقبال وايي چې یو ماشوم ته ښه راتلونکی ورکولو لپاره ضروري ده چې ماشومانو ته ښه ماحول ورکړی شي او دوي د هر قسمه ځورونۍ نه وساتل شي.

د ماشومانو تخفظ لپاره کارکونکی د یو غېر سرکاري ادارې ساحل په وینا چې کال ۲۰۱۷ کې درې نیم زره ماشون د جنسي تېرو ښکار شوي چې پکې یو سل او نهه د جنسي تېرې پس وژل شوې دي.

غېر سرکاري ادارې د ساحل ویاند ممتاز حسېن ګوهر مشال راډیو ته وویل چې د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو سیاسي ګوندونو سره رابطې کړې او ورته باور ورکړې شوې دې چې په خپلو منشورونو کې به د ماشومانو د تخفظ ته ځایې ورکوي.

د ده په وینا چې دا به وس راتلونکې ورځو کې کتل وي چې آیا دغه سیاسي ګوندونه به عملي قدم پورته کوي او که نه؟

''د ماشومتوب خونديکولو په اړه پیپلز ګوند، جماعت اسلامي، مسلم لیګ ن او پي ټي ایموږ ته باور راکړب. په دې کې بله خبره دا ده چې دا ولې مهم دی؟ ماشومان زموږ راتلونکی دې او که موږ ورته یو ښه محفوظه وړوکوالې نه ورکوو نو دا بیا موږ په هېڅ ډول نشو ویلې چې د هغوي راتلونکې به خوندي وي او هغه به د یو ښه انسان په توګه په ټولنه کې کار وکړې شي او که نه؟ نو د دې لپاره ضروروي ده چې موږ به دا ماشومان د ځورونې نه وساتو.''

د ماشومانو وړوکوالي خوندي ساتلو او د دوي حقونو ته تحفظ ورکولو معامله د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو لخوا په داسي وخت کې روچته شوې وه چې کله د پنجاب د قصور ضلعې د زېنب د جنسي تېرې او د وژنې کېس مخې ته راغلې وو.

XS
SM
MD
LG