د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د اقتصادي ستونزو له کبله مظاهرې شوي


د اګست پر لومړۍ نېټه شوی احتجاج
د اګست پر لومړۍ نېټه شوی احتجاج

په ایران کې د اقتصادي ستونځو له کبله په سلګونو مظاهره چیان لارو کوڅو ته راوتلي او د حکومتي پالیسیو پر ضد يي احتجاج کړی دی.

د میډیا د راپورونو تر مخه مظاهره چیانو پرون په تهران کې د شیعه مسلک په یوه مدرسه برید هم کړی .

په ایران کې اولس په اقتصادي ستونځو او د ایراني ریال د قیمت په راپریوتو قهریدلي دي او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د حکومتي پالیسیو پر ضد احتجاج ته اړ شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي ــ دا فیصله به د ایران اولس کوي چې د خپل هیواد لپاره کومه لاره غوره ګڼي خو امریکا د ایراني اولس د هغه غږ مرسته کوي چې له تیرې ډیرې مودې له پامه غورځول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG