د لاسرسي ځای

تازه خبر

فافین اداره وايي ، پاکستانیو انتخاباتو کې تر یونیم میلیون زیات ووټونه رد شوي


د فافین ادارې جنرل سیکرټري سرور باري
د فافین ادارې جنرل سیکرټري سرور باري

په پاکستان کې د رڼو او شفافو انتخاباتو د څار ادارې فافین په یو تازه راپور کې ویلي ــ دا ځل په عامو انتخاباتو کې 1.67 ملین ووټونه مسترد شوي چې د 2013م د انتخاباتو په مقابله کې شا او خوا لس فیصده زیات دی.

د فافین د ایګزیکټو کونسل ممبرنصرالله خان د دغه شمېر په اړه نن مشال ریډيو ته وویل چې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو په انتخاباتو کې شپاړس لاکه اویا زره ووټونه باطل ګرځول شوي دي.

نصرالله خان زیاته کړه د مسترد شویو ووټونو تر شا یو شمېر عوامل دي چې د مخنیوي لپاره یې په ولس کې د بیدارۍ ته اړتیا ده.

دا راپور په داسې حال کې مخې ته راغلې چې یو شمېر کاندیدانو د مسترد شویورایو په اساس د ووټونو د بیا شمېرلو غوښتنې کړي دي او په دې کې د ځینو غوښتنې الیکشن کمېشن منلي هم دي.

XS
SM
MD
LG