د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو منلې چې سوله ساتي یې ګلان سیمې ته تللي دي


سټیفن دیمستورا
سټیفن دیمستورا

ملګرو ملتونو د روس هغه ادعا منلې چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي شپږ کاله وروستو د شام او د اسرایل د قبضې لاندی د ګولان غرونو ترمینځ سیمې ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند پرون ویلي ــ دا سوله ساتي درجه په درجه سیمې ته راستنیږي او موخه يي د دواړو هیوادونو تر مینځ د تګ راتګ لاره د قونیترا لاره پرانستل دي.

شامي ځواکونو د روسیې د هوايي ځواکونو په مرسته د شام د قونیترا صوبې او د اردن او اسرایل پولې ته نیزدې سیمې په خپل کنټرول کې اخستي دي.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو د اسرایل او شام تر مینځ د ۱۹۷۴ م د اوربندیز نه وروستو تر کال دوه زره دولسم په دغه سیمه کې ګزمې کړي دي. خو ولې دوي په شام کې د حکومتي او یاغي ځواکونو تر مینځ د جګړې نه وروستو له سیمې بهر وتلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG