د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په فارس خلیج کې بحري پوځي تمرینونه پیل کړي


په فارس خلیج کې د ایران بحري پوځي تمرینونه.
په فارس خلیج کې د ایران بحري پوځي تمرینونه.

رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې وايي چې تهران دا کار د امریکايي بندیزونو بیا لګېدو څو ورځې مخکې کړی دی.

یوه امریکايي چارواکي د اګست پر دویمه رویټرز اژانس ته ویلي دي چې په مشقونو کې ښايي له ۱۰۰ څخه زیاتې بېړۍ شاملې دي چې داسې ښکاري چې واشنګټن ته پیغام ورکول غواړي.

یوه بل امریکايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې زیاتره بېړۍ د وړو بریدونو لپاره کارېدونکې هغه دي.

دې چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې د مشقونو وخت غیرعادي دی ځکه چې ایران عموماً د مني په پای کې کلني بحري تمرینونه کوي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې په مې میاشت کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران له اټومي موافقې څخه د وتلو او پر هغه هېواد د بندیزونو بیا لګولو اعلان وکړ.

ټاکل شوې چې د امریکايي بندیزونو لومړۍ برخه د اګست له اوومۍ څخه عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG