د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف بیرته اډیاله جېل ته تللی دی


نواز شریف (پخوانی عکس)
نواز شریف (پخوانی عکس)

د اسلام اباد پمز روغتون یو ډاکټر مشال راډیو ته ویلي چېپخوانی وزیراعظم نواز شریف د سه شنبې په ورځ له یاد روغتون څخه بیرته اډیاله جېل ته تللی دی.

دمسلم لیګ ن ګوند یو مشر صدیق الفاروق تېره ورځ مشال راډیو ته وویل ډاکټرانو نواز شریف ته په روغتون کې د څو نورو ورځو د پاته کېدو وویل خو هغه ونه منله.

د اسلام اباد انتظاميې د یاد روغتون د زړه د ناروغۍ هغه مرکز وړوکۍ زندان ګرځولی وو چې پکې نواز شریف تر درملنې لاندې وو.

پخوانی وزیراعظم د ناروغۍ له وجې د جولايي پر ۲۹ مه له زندانه د اسلام اباد پمز روغتون ته د علاج لپاره وړلش وی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG